د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی : د طالبانو او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو لپاره همکارۍ ته چمتو یو
د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په کمولو کې د منځګړیتوب او مرسته کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري. د وزارت ویاند ګوئو جیاکون په یوې خبري ناستې کې وویل چې بیجینګ دواړه اړخونه د خبرو او ډیالوګ پر لور هڅوي ترڅو د شخړو د پراخېدو مخه ونیول شي
جیاکون ټینګار وکړ چې چین به د اړتیا په صورت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناستو، تفاهم او همکارۍ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. د هغه په وینا، بیجینګ د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د سیمهییزې سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لامل شي
ویاند زیاته کړه چې د چین دریځ روښانه دی:
اختلافات باید د رغنده تعامل، خبرو او همکارۍ له لارې مدیریت شي
نوموړي وویل چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستي ترینګلتیاوې د کړکېچ د پراخېدو خطر لري او دواړه اړخونه باید د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي
چین چې له افغانستان او پاکستان سره نږدې اقتصادي او امنیتي اړیکې لري، د دواړو هېوادونو ثبات د سیمې د پراخې امنیتي نقشه لپاره مهم بولي. بیجینګ مخکې هم ویلي چې د شخړو پراخېدل نه یوازې د دواړو هېوادونو په زیان دي، بلکې د ټولې سیمې امنیت اغېزمنوي
تر اوسه د طالبانو او پاکستان چارواکو د چین د تازه څرګندونو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې، خو د سیمې څارونکي باور لري چې د بیجینګ منځګړیتوب کولی شي د دواړو لورو ترمنځ د باور د فضا په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1450
-
اخبار افغانستان
466
-
مقاله
143
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl