بریا نیوز ته ځایي سرچینو ویلي، چې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د دشت آبدان په سیمه کې د طالبانو وسلهوالو درې تنه د یوې کورنۍ په ډزو وژلي دي.
بریا نیوز ( دوشنبه، ١٣ دلو ١٤٠٤)
د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې طالبان د (څړځای) پر سر په یوه محلي شخړه کې مداخله کړې او پر دغو کسانو یې ډزې کړې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه وروڼه عبدالولي او محمدولي او د هغوی د تره زوی بای خان وژل شوي دي. دا پېښه د دلو میاشتې په ۱۰مه رامنځته شوې ده.
د وژل شویو کسانو نږدې خپلوان وایي، چې طالبانو په یوه حقوقي موضوع کې لاسوهنه کړې او د ځواک او وسلو په ناوړه ګټهاخیستنې سره یې د دوی د کورنۍ غړي وژلي دي. هغوی د طالبانو له مشر هبتالله اخندزاده څخه غوښتي، چې د دې قضیې د روڼې څېړنې لپاره یو بېطرفه پلاوی وټاکي.
د وژل شویو کسانو له خپلوانو څخه یوه ویلي، چې کورنۍ یې د مړو د خښولو لپاره چمتو نه وه او غوښتل یې د اعتراض په توګه جسدونه د کندز ښار د ولایت ودانۍ مخې ته یوسي، خو طالبانو د دې کار مخه ونیوله.
هغه د ځمکې د شخړې مقابل لوري ته په خطاب کې وویل: «دوی اووه کاله زموږ کور نیولی و. اوس چې موږ خپل کور ته بېرته راستانه شو، هغوی د طالبانو په زور د محکمې له حکم منلو انکار وکړ او بالاخره یې زموږ د کورنۍ غړي ووژل.»
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ځایي سرچینې وایي، طالبانو د وژل شویو کسانو کورنیو ته ژمنه کړې، چې په دې پېښه کې ښکېل طالبان به ونیسي، خو تر دې دمه کوم عملي اقدام نه دی شوی.
د سرچینو په وینا، د دې قتل عاملین د طالبانو د نظامي لوا غړي دي او لا هم په همدې سیمه کې دندې ترسره کوي.