په سپینبولدک کې د درې ښځو مړي موندل شوي؛ د وژنې انګېزه لا هم ناڅرګنده ده
-
امین الله
13 دلو 1404
151
ځايي سرچینې په کندهار ولایت کې وايي چې د دې ولایت د سپینبولدک ولسوالۍ څخه د درې ښځو جسدونه موندل شوي چې «په ډېرې بېرحمۍ» وژل شوې دي.
بریا نیوز( دوشنبه، ١٣ دلو ١٤٠٤)
د سرچینو په وینا، دغه جسدونه نن (دوشنبه، د دلو ۱۳مه) د سپینبولدک ولسوالۍ د شپږمې ناحیې اړوند د «سارګو» غره ته نږدې موندل شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې دا جسدونه په یوه «بوجۍ» کې اچول شوي او خاورې ته سپارل شوي وو.
د راپورونو له مخې، نښې نښانې ښيي چې دغه ښځې څو میاشتې وړاندې وژل شوې وې او وروسته یې جسدونه د غره په لمنه کې ښخ شوي دي.
سرچینې وايي چې دا جسدونه د پېژندنې لپاره د سپینبولدک ولسوالۍ دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د وژل شوو ښځو هویت او د هغوی د وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.
په کندهار کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1484
-
اخبار افغانستان
491
-
مقاله
178
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl