د طالبانو مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، پر خپله ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده یوه وینا خپره کړې، چې پکې د ښځو د شرعي حقونو لکه میراث، مهر او نورو حقوقو پر ورکړې ټینګار شوی دی.
بریا نیوز( دوشنبه، ١٣ دالو ١٤٠٤)
په دې وینا کې ویل شوي چې د ښځو شرعي حقونه باید ورکړل شي او هېڅوک حق نه لري چې ښځې له میراث او مهر څخه محرومې کړي. خو دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، د ښځو پر وړاندې پراخ او بېساري محدودیتونه لګول شوي دي.
د ملا هبتالله اخوندزاده په امر د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی، ښځې له دولتي او ډېری نادولتي دندو منع شوې دي، او ورځ تر بلې پر هغوی ټولنیز او فردي قیودات زیاتېږي. دا په داسې حال کې ده چې تعلیم او کار د اسلامي شریعت له بنسټیزو اصولو څخه ګڼل کېږي او د دیني عالمانو له نظره پر ښځو او نارینهوو دواړو فرض دي.
شنونکي وایي، که څه هم میراث او مهر د ښځو له مهمو شرعي حقونو څخه دي، خو کله چې ښځه له زدهکړې، کار او اقتصادي خپلواکۍ بېبرخې شي، نو د دغو حقونو عملي ترلاسه کول هم له جدي ستونزو سره مخ کېږي. د هغوی په وینا، هغه ښځه چې په ټولنه کې غږ، واک او ملاتړ ونه لري، نه شي کولی له خپل میراث او مهر څخه دفاع وکړي.
یو شمېر فعالان دا ډول څرګندونې د طالبانو له خوا د نړیوالو د اندېښنو د کمولو هڅه بولي او وایي چې تر اوسه د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو خبرې په عمل نه دي بدلې شوې. د دوی په باور، د ښځو د حقونو انتخابي تفسیر نه یوازې د ښځو پر ژوند منفي اغېز کوي، بلکې د اسلام له واقعي څېرې سره هم په ټکر کې دی.
افغان ښځې او نجونې، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محرومې دي، وایي چې یوازې څرګندونې بسنه نه کوي او د ښځو د حقونو د خوندي کېدو لپاره عملي ګامونو ته اړتیا ده.