news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغان سرې میاشتې د زړه روغتون د تجهیزاتو په قراردادونو کې د پراخ فساد

د افغان سرې میاشتې د زړه روغتون د تجهیزاتو په قراردادونو کې د پراخ فساد

بریا نیوز ته یوې باوري سرچینې ویلي، چې د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوري د زړه ناروغیو د درملنې لپاره د نوي جوړېدونکي روغتون د تجهیزاتو په پېر او تدارک کې پراخ فساد روان دی.

بریا نیوز( دوشنبه، ١٣ دلو ١٤٠٤)

د سرچینې په وینا، د دې فساد د اسانتیا لپاره د طالبانو د حکومت لوړپوړي چارواکي شهاب‌الدین دلاور د تدارکاتو قانون په ځینو مادو کې بدلونونه راوستي، تر څو خپل زوی صبغت‌الله دلاور ته، چې د یاد روغتون د تجهیزاتو د پېرلو په قراردادونو کې ښکېل دی او دا مهال د سرې میاشتې ټولنه کې دنده لري، زمینه برابره کړي.

شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې د رهبرۍ په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د زړه د ځانګړي روغتون لپاره طبي، غیر طبي او د معلوماتي ټکنالوژۍ (ای ټي) اړوند وسایل وپېرل شي.

د معلوماتو له مخې، صبغت‌الله دلاور له خپل پلار څخه ځانګړی حکم ترلاسه کړی، چې پر بنسټ به یې د یاد روغتون ټول وسایل له «واحدې منبع» څخه اخیستل کېږي.

خو دا پرېکړه د هېواد د تدارکاتو له نافذ قانون او اړوندو طرزالعملونو سره ښکاره ټکر لري. د تدارکاتو قانون له مخې، که د هر ډول پېرلو ارزښت له ۵۰۰ زره افغانیو لوړ وي، نو باید قرارداد د ازاد رقابت له لارې اعلان ته وسپارل شي.

په داسې حال کې چې د زړه روغتون د تجهیزاتو د پېرلو ارزښت شاوخوا ۶ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي، دغه قراردادونه له ازاد رقابت پرته ځانګړو شرکتونو ته ورکړل شوي یا د ورکړې په حال کې دي.

سرچینې وایي، دا قراردادونه هغو شرکتونو ته سپارل شوي، چې د شهاب‌الدین دلاور زوی صبغت‌الله دلاور ته پکې مالي سهم ورکول کېږي.

همدارنګه، شهاب‌الدین دلاور د تدارکاتو قانون صریح ماده نقض کړې او د رهبرۍ په ناسته کې یې دا پرېکړه تائید شوې، چې یاد توکي باید د واحدې منبع له لارې وپېرل شي.

زاویه نیوز ته د رسېدلې د رهبرۍ ناستې د اجنډا په کاپي کې راغلي:

«د قلبي روغتون لپاره طبي، غیر طبي او د ای ټي وسایل دې د سلاکارانو، د روغتیايي خدمتونو ریاست، د قراردادونو آمریت او د مقاماتو د ګډ هیئت په حضور کې د واحدې منبع له لارې وپېرل شي. همدارنګه د یاد روغتون لپاره د تجهیزاتو پېرل منظور دي.»

سربېره پر دې، شهاب‌الدین دلاور د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله هغه فرمان هم تر پښو لاندې کړی، چې له مخې یې د چارواکو د کورنۍ غړي باید په خپلو تر واک لاندې ادارو کې ونه ګمارل شي. خو نوموړي خپل زوی صبغت‌الله دلاور ځان سره ګمارلی او د سرې میاشتې ټولنې په اداري او مالي چارو کې یې د پراخې لاسوهنې واک ورکړی دی.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto