د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان د سیمې د امنیتي اندېښنو په محور بدل شوی
-
امین الله
14 دلو 1404
158
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په منځنۍ اسیا کې امنیتي ګواښونه او په افغانستان کې روان بدلونونه د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO) لپاره تر ټولو مهمې اندېښنې دي.
بریا نیوز( سهشنبه، ١٤ دلو ١٤٠٤)
لاوروف دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د ډلهییز امنیت تړون سازمان له عمومي منشي تالات بک مسادیکوف سره د لیدنې پر مهال وکړې.
هغه وویل، چې نوې امنیتي ننګونې او ګواښونه، په ځانګړي ډول هغه وضعیت چې دا مهال په مرکزي اسیا او افغانستان کې روان دی، د دغه سازمان د اجنډا په سر کې ځای لري.
د لاوروف په وینا، د سیمې بېثباتي، سرحدي ناامنۍ او د ترهګرۍ احتمالي ګواښونه هغه مسایل دي چې د CSTO غړي هېوادونه یې جدي څاري.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان یوه سیمهییزه پوځي ټلواله ده، چې روسیه، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړي دي. د دغه سازمان د تګلارو له مخې، پر هر غړي هېواد برید د ټولو غړو پر وړاندې برید بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت لا هم د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې لپاره یوه حساسه امنیتي موضوع ګڼل کېږي. په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجکستان پر پوله امنیتي نښتې او کړکېچونه هم زیات شوي، چې د سیمې د هېوادونو اندېښنې یې لا پسې زیاتې کړې دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1484
-
اخبار افغانستان
491
-
مقاله
178
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl