د چوپتیا تر سیوري لاندې بدلونونه؛ د عامې روغتیا وزارت کې د نیونو پټه کیسه
بریانیوز:(دوشنبه،۱۷ حمل ۱۴۰۵)
په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت دننه د بدلونونو او کړکېچونو اوازې خپرې شوې دي، د دې وزارت ویاند په یوه نوې اعلامیه کې د لوړپوړو چارواکو د نیولو راپورونو ته په اشاروي ډول غبرګون ښودلی او دا موضوع یې په نرمه ژبه تأیید کړې ده
ویاند ویلي چې ښايي یو شمېر کسان د ټاکل شوو تګلارو د نه مراعت او یا د اداري اصولو د سرغړونې له امله تر قانوني څار لاندې راوستل شوي وي. هغه زیاته کړې چې د ادارې د نظم، حساب ورکونې او مسؤلیت د پیاوړتیا لپاره دا ډول ګامونه اړین بلل کېږي
سره له دې چې د نیول شوو کسانو نومونه او کره شمېر نه دی څرګند شوی، خو دا څرګندونې د هغو راپورونو سره تړاو لري چې په دې وروستیو کې د یاد وزارت د لوړپوړو کسانو د نیولو په اړه خپاره شوي وو. دا وضعیت د خلکو او څارونکو ترمنځ د بېلابېلو پوښتنو او اندېښنو لامل شوی دی
شنونکي باور لري چې که څه هم دا ډول اقدامات کېدای شي د اداري سمون برخه وي، خو د روڼتیا نشتوالی د خلکو باور ته زیان رسوي. هغوی ټینګار کوي چې د داسې مهمو موضوعاتو په اړه باید کره او روښانه معلومات له خلکو سره شریک شي
تر اوسه پورې نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به د دې موضوع نور اړخونه هم روښانه شي. تر هغه وخته، دا پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده چې ایا دا بدلونونه رښتینی سم
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1554
-
اخبار افغانستان
558
-
مقاله
210
-
سیاست
32
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl