news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

هند د افغانستان سېلاب ځپلو ته د مرستو لاس وغځاوه؛ بشري مرسته کابل ته واستول شوه

هند د افغانستان سېلاب ځپلو ته د مرستو لاس وغځاوه؛ بشري مرسته کابل ته واستول شوه

هند د افغانستان سېلاب ځپلو ته د مرستو لاس وغځاوه؛ بشري مرسته کابل ته واستول شوه

بریانیوز:(دوشنبه،۱۷ حمل ۱۴۰۵)

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې د افغانستان د وروستیو سختو سېلابونو له امله زیانمن شویو خلکو سره د مرستې لپاره د بشري او امدادي مرستو یوه لویه جوپه استولې ده

نوموړي زیاته کړې چې دا مرستې د هغو کورنیو د ملاتړ لپاره لېږل شوي چې د سېلابونو له کبله یې خپل کورونه، شتمنۍ او د ژوند اساسي اړتیاوې له لاسه ورکړي دي. هغه ټینګار کړی چې هند تل هڅه کوي د طبیعي ناورینونو پر مهال له افغان ولس سره مرسته وکړي او د انساني همکارۍ روحیه ژوندۍ وساتي

د هند له لوري لېږل شوې مرسته کې د لومړنیو اړتیاوو توکي شامل دي، چې د زیانمنو شویو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شوې ده. د چارواکو په وینا، دا مرستې به په اغېزمنو ولایتونو کې ووېشل شي

د بشري چارو شنونکي وایي چې د داسې مرستو لېږل د هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ اړیکې پیاوړې کوي او د سختو حالاتو پر مهال د خلکو د ژوند ژغورلو کې مهم رول لري

د افغانستان د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې کورنۍ بیا له دې مرستې هرکلی کوي او وایي چې دا ډول نړیوال ملاتړ د دوی د سختو ورځو په تېرولو کې ستره مرسته کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto