له پاکستانه د راستنېدونکو د وضعیت ارزونه؛ عبدالسلام حنفي په ننګرهار کې د خدماتو پر ښه والي ټینګار وکړ
له پاکستانه د راستنېدونکو د وضعیت ارزونه؛ عبدالسلام حنفي په ننګرهار کې د خدماتو پر ښه والي ټینګار وکړ
بریانیوز:(پنجشنبه، ۱۰ ثور ۱۴۰۵)
د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي عبدالسلام حنفي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې ننګرهار ولایت ته تللی، چې په دې سفر کې ورسره د کور او ښار جوړونې وزیر نجیب الله حقاني هم ملتیا کوله
د چارواکو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي حنفي د راستنېدونکو افغانانو د وضعیت د ارزونې ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته غوره، منظم او پر وخت خدمات برابر کړي، څو هغوی وکولای شي خپل ژوند بېرته په عزت سره پیل کړي
نوموړي په ننګرهار کې د راستنېدونکو دایمي مېشتېدنې بهیر هم له نږدې څارلی او ټینګار یې کړی چې د سرپناه، روغتیا، زدهکړو او کاري فرصتونو په برخه کې دې عملي ګامونه واخیستل شي. هغه ویلي، د راستنېدونکو ملاتړ یوازې لنډمهاله مرستو پورې محدود نه دی، بلکې دوامداره پروګرامونو ته اړتیا لري
چارواکو زیاته کړې چې حکومت هڅه کوي د راستنېدونکو د بیا مېشتېدنې پروسه په منظم ډول پرمخ یوسي، خو د کډوالو د زیات شمېر له امله دا بهیر له جدي ننګونو سره هم مخ دی
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی او هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته ستنېږي. د کارپوهانو په باور، که د دې بهیر لپاره هر اړخیز پلانونه عملي نه شي، نو ښايي اقتصادي او ټولنیز فشارونه نور هم زیات شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?