news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اتریش له ازبکستان سره د کډوالو د بېرته ستنولو د اسانتیا تړون لاسلیکوي

اتریش له ازبکستان سره د کډوالو د بېرته ستنولو د اسانتیا تړون لاسلیکوي

اتریش له ازبکستان سره د کډوالو د بېرته ستنولو د اسانتیا تړون لاسلیکوي

بریانیوز:(پنجشنبه، ۱۰ ثور ۱۴۰۵)  

وېنه — د اتریش حکومت اعلان کړی چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یو تړون لاسلیک کړي، چې موخه یې د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر اسانه کول دي، په ځانګړې توګه د افغان وګړو د همدې هېواد له لارې افغانستان ته لېږدول

د اروپايي رسنیو د راپورونو له مخې، د اتریش د حکومت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې هېواد د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران به د مې میاشتې په اوومه نېټه ازبکستان ته سفر وکړي، څو دا تړون رسمي کړي

د چارواکو په وینا، دا تړون به د هغو کډوالو د ایستلو بهیر چټک او منظم کړي چې په اتریش کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري

همدارنګه، د افغان وګړو د لېږد لپاره به ازبکستان د منځګړي هېواد په توګه وکارول شي

کارپوهان وایي، دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې اروپايي هېوادونه د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره نوې لارې لټوي

تر اوسه د افغان لوري له خوا د دې اعلان په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو تمه کېږي چې دا موضوع به په سیمه‌ییزه کچه بحثونه راپاروي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto