news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اوچا: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې دوام لري؛ زرګونه کسان زیانمن شوي

اوچا: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې دوام لري؛ زرګونه کسان زیانمن شوي

اوچا: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې دوام لري؛ زرګونه کسان زیانمن شوي

بریانیوز:(پنجشنبه، ۱۰ ثور ۱۴۰۵)  

کابل — د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې لا هم دوام لري، که څه هم د مارچ میاشتې په پرتله یې شدت کم شوی، خو د بشري زیانونو کچه لا هم لوړه ده

په راپور کې ویل شوي چې د کونړ ولایت په وروستیو بریدونو کې، په ځانګړې توګه په اسعدآباد ښار او د سرکانو او مرورې ولسوالیو کې، لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي

اوچا وایي چې په دغو نښتو کې عامه تاسیساتو ته هم زیان اوښتی، چې پکې یو ښوونځی، یو روغتیايي مرکز او د کونړ پوهنتون ځینې برخې شاملې دي

دغه اداره زیاتوي چې په ختیځو ولایتونو کې د روانو ناامنیو له امله ۱۹ روغتیايي مرکزونه یا تړل شوي او یا هم په محدود ډول فعالیت کوي، چې له امله یې شاوخوا ۷۸ زره کسانو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی اغېزمن شوی دی

په ورته وخت کې، د تعلیمي زیانونو په اړه ویل شوي چې ناامني او د ښوونځیو ویجاړېدو د کونړ او ننګرهار په ولایتونو کې د ۱۳ زرو څخه د زیاتو زده کوونکو پر زده کړو منفي اغېز کړی دی

راپور ښيي چې د روان کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې بې ځایه شوي دي

بشري ادارې خبرداری ورکوي چې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان له سخت خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او نږدې ۵۰ زره نور د تاوتریخوالي او د جنسیت پر بنسټ د ناوړه چلند له خطر سره مخ دي

اوچا همدارنګه ویلي چې د افغانستان د بشري صندوق له خوا ۱.۵ میلیون ډالر د ماینونو او چاودېدونکو موادو د پاکولو لپاره ځانګړي شوي دي

سره له دې چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د خوړو نړیوال پروګرام هڅې روانې دي، خو د مالي سرچینو کموالی او د لاسرسي محدودیتونه لا هم د مرستو د رسولو په برخه کې لویې ستونزې بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto