د تورخم پر لارې د ترانسپورترانو احتجاج؛ افغانستان ته غځېدلې لاره تړل شوې وه
بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)
پاکستاني ترانسپورترانو او د باروړونکو موټرونو مالکانو نن د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې افغانستان ته غځېدلې مهمه سوداګریزه لاره د احتجاج په توګه تړلې وه
اعتراض کوونکو ویلي، د ګمرکي چارو ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه او د سوداګریزو موټرو پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه هغه لاملونه دي چې دوی یې احتجاج ته اړ کړي دي
د دوی په وینا، د باروړونکو موټرو ځنډېدلو نه یوازې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي، بلکې د سوداګرۍ بهیر یې هم اغېزمن کړی دی
راپورونه وایي، د لارې د تړل کېدو له امله لسګونه باروړونکي موټر په دواړو غاړو کې بند پاتې وو او د توکو لېږد رالېږد له ستونزو سره مخ شوی و. ځینې موټر چلوونکي وایي، که ستونزو ته ژر حللار ونه موندل شي، نو د سیمې پر سوداګرۍ او بازارونو به یې منفي اغېزې لا زیاتې شي
بلخوا سیمه ییزو چارواکو هڅه کړې چې له اعتراض کوونکو سره خبرې وکړي او لاره بېرته د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړي. تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د پایلو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي
شنونکي وایي، د تورخم او خیبر لارې هر ډول بندښت د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګرۍ، ترانزیټ او د لومړنیو توکو پر بیو مستقیم اغېز کوي، ځکه دا لاره د دواړو هېوادونو ترمنځ له مهمو اقتصادي دهلېزونو څخه شمېرل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1669
-
اخبار افغانستان
738
-
مقاله
333
-
سیاست
93
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl