«د کوټې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید وغندل شو»؛ افغانستان د ملکي وګړو مرګژوبله د خواشینۍ وړ وبلله
«د کوټې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید وغندل شو»؛ افغانستان د ملکي وګړو مرګژوبله د خواشینۍ وړ وبلله
بریا نیوز (دوشنبه ،۴جوزا، ۱۴۰۵)
افغانستان د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر یوه مسافر وړونکي اورګاډي وروستی برید غندلی او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه چاودنه کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي
بلخي ټینګار کړی: د ملکي وګړو وژل کېدل او ټپي کېدل، که د هر لوري له خوا وي او په هر ډول ترسره کېږي، د غندنې وړ دي
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بېګناه خلک باید د جګړو او تاوتریخوالي ښکار نه شي او د سیمې هېوادونه باید د ولسونو د خونديتوب لپاره ګډې هڅې وکړي
په خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوري د پېښې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د وژل شویو کورنیو ته یې د ډاډګیرنې او خواخوږۍ خبرې کړې دي
دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. شنونکي وایي، د دې ډول بریدونو دوام نه یوازې د سیمې امنیت اغېزمنوي، بلکې د ولسونو ترمنځ ویره او اندېښنې هم زیاتوي
سیاسي کتونکي باور لري، د ملکي وګړو مرګژوبله د هرې شخړې تر ټولو دردناکه برخه ده او د سیمې هېوادونه باید د تاوتریخوالي د کمېدو او د ولسونو د خونديتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1669
-
اخبار افغانستان
739
-
مقاله
336
-
سیاست
95
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl