news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاکستان: له نن څخه به بې‌ویزې افغان وګړي سمدستي ونیول شي

پاکستان: له نن څخه به بې‌ویزې افغان وګړي سمدستي ونیول شي

پاکستان: له نن څخه به بې‌ویزې افغان وګړي سمدستي ونیول شي

بریانیوز جمعه - ١۹ سرطان ١٤٠٥

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه رسمي مکتوب کې اعلان کړی چې د جولای له ۱۰مې، ټول هغه افغان وګړي چې په پاکستان کې له قانوني ویزې پرته اوسیږي، سمدستي به ونیول شي

د یاد وزارت له خوا په خپاره شوي لارښود کې د ایالتي ادارو، سیمه‌ییزو چارواکو، پولیسو او نورو اړوندو بنسټونو څخه غوښتل شوي چې دغه پرېکړه په بشپړه همغږۍ او اغېزمن ډول عملي کړي

د راپورونو له مخې، پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د کډوالۍ او استوګنې اړوند قوانین به په جدي توګه پلي کېږي او هغه کسان چې د قانوني اسنادو له نشتوالي سره مخ وي، د نیولو او قانوني اقداماتو له بهیر سره به مخامخ شي

دا پرېکړه په داسې وخت کې عملي کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی او زرګونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي

تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د دې تازه پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د کډوالو د حقونو ملاتړو بنسټونو له وړاندې د افغان کډوالو د وضعیت او د هغوی د حقونو د خونديتوب په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto