د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هوکړهلیک لاسلیک شو
بریانیوز جمعه - ١۹ سرطان ١٤٠٥
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د چین د شینګداو نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو نندارتونونو جوړولو او د ګډو غونډو د ترسره کولو په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
دغه هوکړهلیک د تولیدي ماشینونو د نړیوال نندارتون په څنډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یو شمېر مسوولانو او افغان سوداګرو په حضور کې لاسلیک شو
د هوکړهلیک له مخې، چینایي تولیدوونکي او سوداګر، په ځانګړي ډول د صنعتي ماشینونو جوړونکي شرکتونه، به د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او خپل نوي ماشینونه او صنعتي وسایل به افغان بازار ته د پېژندنې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره نندارې ته وړاندې کړي
د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي، دا هوکړهلیک به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د صنعتي تجربو د شریکولو لپاره نوې زمینه برابره کړي
دوی زیاتوي چې د نړیوالو نندارتونونو له لارې کولی شي افغان سوداګر له نړیوالو تولیدوونکو سره وصل کړي، څو په هېواد کې د صنعت، تولید او اقتصادي ودې بهیر لا پیاوړی شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1702
-
اخبار افغانستان
840
-
مقاله
548
-
سیاست
183
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl