شهباز شریف: وسله والې ډلې له افغانستانه بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته اوړي
بریانیوز جمعه - ١۹ سرطان ١٤٠٥
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، وسله والې ډلې له افغانستانه د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو ته اوړي او هلته امنیتي ګواښونه رامنځته کوي
شهباز شریف ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او د هېواد امنیتي ځواکونه د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د عملیاتو او امنیتي تدابیرو پیاوړتیا ته ژمن دي
هغه ټینګار کړی چې د پولې دواړو غاړو ته د امنیت ټینګښت د سیمې د ثبات لپاره مهم دی او اړینه ده چې د هر ډول امنیتي ګواښ د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي
د پاکستان لومړي وزیر دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې اسلاماباد په وروستیو میاشتو کې څو ځله ادعا کړې چې یو شمېر وسلهوال له افغانستانه پاکستان ته اوړي او په بېلابېلو سیمو کې بریدونه ترسره کوي
د افغانستان سرپرست حکومت بیا تر دې وړاندې د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او هیچا ته به د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښ اجازه ورنه کړل شي
د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي مسایلو په اړه بحثونه او څرګندونې په داسې حال کې دوام لري چې د سیمې د امنیت، د پولې د مدیریت او دوهاړخیزو اړیکو موضوعات لا هم د کابل او اسلاماباد ترمنځ له مهمو مسایلو څخه ګڼل کېږيشهباز شریف ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او د هېواد امنیتي ځواکونه د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د عملیاتو او امنیتي تدابیرو پیاوړتیا ته ژمن دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?