لندن : د برېتانیا د ویزو سخت سیاست؛ زرګونه پاکستانیان له میلیاردونو کلدارو زیان سره مخ شول
لندن : د برېتانیا د ویزو سخت سیاست؛ زرګونه پاکستانیان له میلیاردونو کلدارو زیان سره مخ شول
بریانیوز/ شنبه( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
لندن : د راپورونو له مخې، د برېتانیا حکومت په تېر یوه کال کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۵۸۵ زرو څخه ډېر د سیاحتي او لیدنې ویزو غوښتنلیکونه رد کړي، چې ورسره یې د نه ستنېدونکو فیسونو له لارې میلیونونه پونډه عاید ترلاسه کړی دی
د راپورونو له مخې، د هر ویزې غوښتنلیک لپاره د ۱۲۷ پونډه فیس اخیستل کېږي، او که غوښتنلیک هم رد شي، دغه پیسې بېرته نه ورکول کېږي. ویل کېږي، برېتانیا یوازې په همدې موده کې له رد شویو غوښتنلیکونو څخه نږدې ۷۴ میلیونه پونډه ترلاسه کړي دي
پاکستانیان د دې پالیسۍ له تر ټولو اغېزمنو کسانو بلل شوي دي. د راپورونو له مخې، یوازې له پاکستانه د ۷۲ زرو څخه ډېر د لیدنې ویزو غوښتنلیکونه رد شوي، چې له امله یې د نه ستنېدونکو فیسونو په نوم شاوخوا ۹.۲ میلیونه پونډه راټول شوي؛ دا اندازه له درې میلیاردو څخه زیاتې پاکستانۍ کلدارې جوړوي
د لندن ځینو راپورونو د برېتانیا د ویزو د اوسني سیاست په اړه د شفافیت او عادلانه چلند په تړاو پوښتنې راپورته کړې دي، ځکه حکومت د ویزې له نه صادرولو سره سره د غوښتنلیک فیسونه بېرته نه ورکوي
تر اوسه د برېتانیا حکومت د دغو راپورونو او نیوکو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1749
-
اخبار افغانستان
901
-
مقاله
632
-
سیاست
255
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl