news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي

 بریانیوز/ شنبه( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه مقاله کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي او د خوړو کمښت د میلیونونو افغانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو کمزوری مدیریت، سخته وچکالي او د نړیوالو بشري مرستو کمېدل د افغانستان د روان بشري ناورین له مهمو لاملونو څخه دي

راپور زیاتوي، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل وروسته د خوړو نړیوال پروګرام ته د امریکا مرستې نږدې نیمایي ته راکمې شوې دي. که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه پروګرام ته د ۸۰۰ میلیونه ډالرو نوې مرستې اعلان کړی، خو افغانستان د دغو مرستو د ترلاسه کوونکو هېوادونو په نوملړ کې نه دی شامل شوی

د راپور له مخې، په افغانستان کې اوس مهال میلیونونه ماشومان او ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي او د خوړو او روغتیايي خدمتونو کمښت د هغوی وضعیت لا پسې خراب کړی دی

د مرستندویه بنسټونو په وینا، د نړیوالو مرستو دوامداره کمښت ښايي د افغانستان بشري وضعیت لا پسې خراب کړي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې وچکالۍ او د خلکو د عایداتو کمېدو د ژوند شرایط سخت کړي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto