news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نصیر فایق: د تاریخي اثارو ویجاړول ویاړ نه، بلکې د یوه ملت پر هویت برید دی

نصیر فایق: د تاریخي اثارو ویجاړول ویاړ نه، بلکې د یوه ملت پر هویت برید دی

نصیر فایق: د تاریخي اثارو ویجاړول ویاړ نه، بلکې د یوه ملت پر هویت برید دی

 بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق وايي، د افغانستان د تاریخي اثارو او کلتوري میراثونو ویجاړول د ویاړ وړ کار نه دی، بلکې د یوه ملت د تاریخ، هویت او فرهنګي حافظې پر وړاندې جنایت ګڼل کېږي

فایق دغه څرګندونې د بامیان د پخواني طالب والي عبدالله سرحدي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړې دي. سرحدي په یوه مرکه کې د بامیان د بودا د مجسمو د ویجاړولو دفاع کړې او ویلي یې دي چې دغه اقدام د خدای غوښتنه وه

نصیر فایق د سرحدي د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د افغانستان تاریخي او فرهنګي میراثونه یوازې د یوه حکومت یا یوې ډلې ملکیت نه دي، بلکې د ټول ملت ګډه تاریخي شتمني ده

هغه ټینګار کړی چې د تاریخي اثارو قصدي ویجاړول په دین نه شي توجیه کېدای او د افغانستان د لرغوني تاریخ د نښو له منځه وړل د یوه ملت د هویت پر وړاندې ستر زیان دی

فایق ادعا کړې چې د افغانستان د فرهنګي میراثونو ځینې ویجاړۍ د پردیو په امر ترسره شوې دي او ویلي یې دي چې د دین له نوم څخه د تاریخي اثارو د له منځه وړلو لپاره استفاده کول د منلو وړ نه دي

د بامیان د بودا سترې مجسمې د افغانستان له تر ټولو مشهورو لرغونو اثارو څخه وې چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ویجاړې شوې. د دغو مجسمو له ویجاړولو وروسته د افغانستان د کلتوري میراث د خوندي ساتنې موضوع د نړیوالو بنسټونو د جدي پاملرنې وړ وګرځېده

فایق وايي، د افغانستان د تاریخي ځایونو ساتنه یوازې د تېر تاریخ د خوندي کولو مسئله نه ده، بلکې د راتلونکو نسلونو د هویت او تاریخي حافظې د ژغورلو لپاره هم اړینه ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto