news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاکستان: په بدخشان کې د پوځ د ښکېلتیا په اړه د طالبانو ادعا بې‌ثبوته ده

پاکستان: په بدخشان کې د پوځ د ښکېلتیا په اړه د طالبانو ادعا بې‌ثبوته ده

پاکستان: په بدخشان کې د پوځ د ښکېلتیا په اړه د طالبانو ادعا بې‌ثبوته ده

 بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه ادعا رد کړې چې ګواکې پاکستاني پوځیان د بدخشان په وروستیو نښتو کې ښکېل دي

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي، طالبانو د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره تر اوسه هېڅ د باور وړ ثبوت نه دی وړاندې کړی او اسلام‌اباد د بدخشان په نښتو کې د پاکستان د پوځ هر ډول ښکېلتیا ردوي

د پاکستان حکومت وايي، په بدخشان کې روان تاوتریخوالی د افغانستان د کورنیو امنیتي ننګونو څرګندونه کوي. د اسلام‌اباد په وینا، د طالبانو حکومت باید د خپلو امنیتي ستونزو او ناکامیو د حل لپاره پر کورنیو عواملو تمرکز وکړي او د ستونزو پړه پر نورو هېوادونو وانه چوي

بلخوا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان  پر موضوع هم اختلافات لا ژور شوي دي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې افغان طالبان د پاکستان ضد وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکوي او له پاکستانه د ترسره کېدونکو بریدونو لپاره په افغانستان کې د هغوی د حضور له امله اندېښمن دی

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان خپله کورنۍ مسئله ده او افغان حکومت په دې ډله کې هېڅ ډول لاس نه لري

مجاهد پاکستان ته سپارښتنه کړې وه چې خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې پخپله حل کړي او د خپلو امنیتي ناکامیو مسوولیت پر افغانستان وانه چوي

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ دغه متقابل تورونه په داسې حال کې دوام لري چې د دواړو هېوادونو اړیکې د پولې، امنیتي پېښو، د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو او د بدخشان په ګډون د افغانستان د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت له امله له زیاتېدونکي ترینګلتیا سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto