news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

قطر: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې شي

قطر: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې شي

قطر: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې شي

(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

 قطر د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې په غونډه کې د افغانانو د ملاتړ او د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی

دغه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په نیویارک کې ترسره شوې ده د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي په غونډه کې ویلي، د افغانانو ستونزمن بشري وضعیت د لا ډېرو ډیپلوماټیکو هڅو، د همکاریو د پراختیا او د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د پرېکړه‌لیکونو د بشپړ پلي کېدو اړتیا زیاتوي

نوموړي ټینګار کړی چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه باید لا ډېره همغږي رامنځته کړي، له رغنده خبرو ملاتړ وکړي او له افغان ولس سره د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړي

الخلیفي ویلي، قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې، چې د افغانستان د سولې لپاره د دوحې بهیر پیل شو، د خبرو اترو او مخکینۍ ډیپلوماسۍ پر بنسټ د سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کړی دی

د هغه په وینا، قطر په تېرو کلونو کې د افغان لورو ترمنځ د خبرو اترو د څو پړاوونو کوربه‌توب کړی او هڅه یې کړې چې د سیاسي اختلافونو د حل لپاره د خبرو او ډیپلوماسۍ زمینه برابره شي

د قطر د چارواکي په وینا، د افغانستان د اوسني وضعیت د ښه کېدو لپاره د سیمې او اسلامي نړۍ د هېوادونو ګډې هڅې او د افغان ولس پر بشري اړتیاوو تمرکز مهم دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto