تهران: پزشکیان ملګرو ملتونو ته د ایران د جګړې د وژل شویو کسانو انځورونه وښودل
(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې د وینا پر مهال د هغو کسانو انځورونه نندارې ته وړاندې کړل چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې وژل شوي دي
پزشکیان وویل، په ښودل شویو انځورونو کې ښځې، ماشومان او ځوانان هم شامل دي چې د نوموړي په وینا، د اسرائیلو او امریکا په بریدونو کې وژل شوي دي
هغه دغه بریدونه د ډیپلوماسۍ او د سولې د هڅو پر وړاندې «لویه ضربه» وبلله او ټینګار یې وکړ چې پوځي اقدامات د سیمهییزو کړکېچونو د حل پر ځای د لا پراخېدو لامل کېږي
د ایران ولسمشر په خپله وینا کې د تهران د اټومي پروګرام په اړه هم وویل چې ایران هېڅکله د اټومي وسلې د جوړولو هڅه نه ده کړې او په راتلونکي کې به هم د داسې وسلې د جوړولو هڅه ونه کړي
پزشکیان د غزې د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او پر ملکي وګړو د بریدونو، د روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او کورونو د ویجاړېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ایران ولسمشر د عمومي اسمبلۍ د عمومي بحث په غونډه کې د سپټمبر پر ۲۴مه وینا کړې ده
د نوموړي څرګندونې په داسې مهال مطرح شوې چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت او د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ اړیکې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د روانې غونډې له مهمو بحثونو څخه دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1838
-
اخبار افغانستان
966
-
مقاله
774
-
سیاست
356
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl