امریکا ولسمشر ټرمپ : ملګرو ملتونو ته د سولې خبره کوي، خو ایران ته د له منځه وړلو ګواښ کوي
امریکا ولسمشر ټرمپ : ملګرو ملتونو ته د سولې خبره کوي، خو ایران ته د له منځه وړلو ګواښ کوي
(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۸۱مې غونډې ته په وینا کې ځان د سولې پلوی وباله، خو ورسره یې ایران ته د سخت اقدام او د «له منځه وړلو» ګواښ هم وکړ
ټرمپ د سېشنبې په ورځ په شاوخوا ۳۷ دقیقې وینا کې د خپلې بهرنۍ تګلارې دفاع وکړه او ویې ویل چې د امریکا پوځي ځواک یې د نړیوالو شخړو او ګواښونو د مخنیوي لپاره کارولی دی
نوموړي ادعا وکړه چې د هغه د حکومت اقداماتو د نړۍ د لا خوندي کېدو لپاره زمینه برابره کړې او امریکا به د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره له خپل ځواک څخه کار اخیستلو ته دوام ورکړي
د ایران په اړه ټرمپ وویل چې که له تهران سره هوکړه ونه شي، دی د ایران د «له منځه وړلو» په اړه جدي پرېکړه لري. هغه همداراز وویل چې تمه لري د امریکا له منځنیو ټاکنو وروسته له ایران سره هوکړه وشي
د امریکا ولسمشر د خپلې وینا په ترڅ کې د هېواد له پوځي مداخلو هم دفاع وکړه او د نړیوالو شخړو په اړه یې د خپلې ادارې تګلاره د امریکا د ځواک پر کارولو ولاړه وبلله
د ټرمپ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي او سیاسي کړکېچ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د روانې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه دی. نوموړي په خپله وینا کې د امریکا د منځنیو ټاکنو یادونه هم وکړه او د ایران په اړه یې د راتلونکو پرېکړو له احتمالي وخت سره تړلې وبلله
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?