news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل : د امنیت او تصفیوي چارو د پیاوړتیا لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار

کابل :  د امنیت او تصفیوي چارو د پیاوړتیا لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار

کابل :  د امنیت او تصفیوي چارو د پیاوړتیا لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار

(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

 د کابل ولایت د امنیتي او تصفیوي چارو د کمیسیون نوبتي غونډه د کابل والي ملا امین‌الله عبید په مشرۍ ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د پلازمېنې د امنیت د لا ټینګښت او د تصفیوي چارو د اغېزمن پلي کېدو پر لارو چارو خبرې وشوې

په غونډه کې د امنیت د ټینګښت، د نشه‌یي توکو او جنايي پېښو د مخنیوي، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د امنیتي او تصفیوي کمیسیونونو د جوړېدو په اړه بحثونه وشول

ګډونوالو د خپلو اړوندو ادارو د فعالیتونو او ستونزو په اړه وړاندیزونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت د لا ښه کېدو لپاره باید د امنیتي ادارو ترمنځ همغږي او ګډه همکاري پراخه شي

په غونډه کې د امنیتي ځواکونو د لیکو د تصفیې موضوع هم وڅېړل شوه او د اړوندو چارو د منظم او اغېزمن ترسره کېدو پر اړتیا ټینګار وشو

د غونډې ګډونوالو وویل، د کابل د امنیت د لا ټینګښت او د جنايي پېښو او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره به د اړوندو ادارو ترمنځ ګډې هڅې او همغږي لا پیاوړې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto