ګاونډیو هېوادونو : د ایران ګاونډیو هېوادونو د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره د ډیپلوماسۍ پر بیا پیاوړتیا ټینګار وکړ
ګاونډیو هېوادونو : د ایران ګاونډیو هېوادونو د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره د ډیپلوماسۍ پر بیا پیاوړتیا ټینګار وکړ
(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د ایران د څلورو ګاونډیو هېوادونو، پاکستان، ترکیې، مصر او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د روانو ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د اوږدمهاله حل لپاره یې د ډیپلوماټیکو هڅو پر بیا پیل ټینګار کړی دی
د ګډې اعلامیې له مخې، د یادو هېوادونو وزیرانو ویلي چې د سیمې د کړکېچونو د پای ته رسولو او د تلپاتې سولې او ثبات لپاره باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لارې پیاوړې شي
دوی د تلپاتې «سولې او ثبات» د ټینګښت لپاره د اسلاماباد هوکړې د عملي کېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د شخړو د حل لپاره باید سیاسي او ډیپلوماټیکې لارې تعقیب شي
په ګډه اعلامیه کې د سعودي عربستان پر وړاندې شوي بریدونه هم غندل شوي، په ځانګړي ډول هغه بریدونه چې حوثیانو ترسره کړي دي
د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې په منځني ختیځ کې روانو کړکېچونو د سیمې پر امنیت او ثبات اندېښنې زیاتې کړې دي
دوی ټینګار کړی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ خبرې او همغږي کولی شي د کړکېچونو د کمولو او د اوږدمهاله سولې لپاره زمینه برابره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1837
-
اخبار افغانستان
966
-
مقاله
773
-
سیاست
356
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl