روغتیا : ۳۰ ثانیې؛ څلور ساده عادتونه چې رواني حالت مو ښه کولی شي
(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
که د ژوند ورځني فشارونه مو ستړي کړي وي او احساس کوئ چې رواني حالت مو له انډول څخه وتلی، نو ځینې ساده او لنډ فعالیتونه ښايي د مزاج په ښه کولو او د ذهني فشار په کمولو کې مرسته وکړي
د هوساینې لپاره تل اوږدو تمرینونو او ځانګړو پروګرامونو ته اړتیا نه وي. څېړنې ښيي چې ځینې کوچني فعالیتونه، چې یوازې څو ثانیې یا څو دقیقې وخت نیسي، کولی شي د انسان پر مزاج، انرژۍ او رواني هوساینې مثبت اغېز ولري
له دغو فعالیتونو څخه یو هم د خندا تمرین دی. په دې تمرین کې د ساه اخیستلو له ساده حرکاتو وروسته له ګډونوالو غوښتل کېږي چې په قصدي ډول وخاندي. د ډیلفټ د ټکنالوژۍ پوهنتون څېړونکې نتالي وان دیر وال وايي، ډېری وخت مصنوعي خندا وروسته په طبیعي او رښتینې خندا بدلېږي
لنډه ساه اخیستنه هم د ذهني فشار د کمولو لپاره یوه ساده لاره بلل کېږي. د څو شېبو لپاره ژوره او منظمه ساه اخیستل کولی شي د انسان پام له ګډوډو فکرونو څخه واړوي او د ارام احساس رامنځته کړي
له چاپېریال سره لنډه اړیکه هم ګټوره کېدای شي. د څو شېبو لپاره له موبایل او نورو بوختیاوو لرې کېدل، بهر وتل او شاوخوا طبیعت ته پام کول د ذهني ستړیا په کمولو کې مرسته کولی شي
لنډ فزیکي حرکت هم د رواني حالت لپاره اغېزمن تمامېدای شي. لږ قدم وهل، بدن غځول یا څو ساده حرکات د اوږدې ناستې ماتولو ترڅنګ د انرژۍ او مزاج په ښه کېدو کې مرسته کوي
متخصصان ټینګار کوي چې د ځان ساتنې او رواني هوساینې لپاره هر فعالیت باید د هر انسان له شرایطو سره برابر وي. که رواني ستونزې دوام وکړي، د مسلکي روغتیايي سلاکار یا ډاکټر مرسته اخیستل تر ټولو مناسبه لاره ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?