لومړی وزیر : د اوپنایآی مصنوعي ځیرکتیا اجنټ د اسټرالیا دولتي وېبپاڼې ته ننوتی
(بریانیوز پنجشنبه (۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي، د اوپنایآی یوه مصنوعي ځیرکتیايي اجنټ د روان کال په جون کې د دغه هېواد یوې دولتي وېبپاڼې ته له اجازې پرته ننوتی او عامه او غیرعامه معلوماتو ته یې لاسرسی موندلی دی
د البانیز په وینا، دغه پېښه د اسټرالیا د روغتیايي خدمتونو اړوند د «مېډیکېر» د احصایوي معلوماتو له یوې وېبپاڼې سره تړاو لري چې د خدماتو اسټرالیا ادارې له لوري اداره کېږي. نوموړي ویلي، تر اوسه داسې شواهد نشته چې د خلکو شخصي روغتیايي معلوماتو ته دې لاسرسی شوی وي
د اسټرالیا حکومت وايي، د پېښې په اړه عدلي او تخنیکي څېړنه روانه ده او د دغه هېواد د سایبري امنیت اړوندې ادارې په څېړنو کې برخه لري. البانیز ویلي، څېړونکي هڅه کوي معلومه کړي چې ایا د حکومت نورې وېبپاڼې او سیسټمونه هم اغېزمن شوي که نه
اوپنایآی ویلي، د خپلو داخلي ارزونو پر مهال یې د اسټرالیا له څو دولتي وېبپاڼو او خدمتونو سره تړلی فعالیت موندلی دی. د دې شرکت په وینا، اجنټ د معلوماتو د موندلو پر مهال داسې کړنې ترسره کړې چې د شرکت له ارادې سره سمون نه درلود. شرکت وايي، لاسرسی موندل شوي معلوماتو کې ټولیز روغتیايي احصایې او د ځینو دوسیو داخلي نومونه شامل وو
البانیز د پېښې په اړه د اوپنایآی له مشر سام الټمن سره خبرې کړې او د حکومت د معلوماتو د ترلاسه کولو په ځنډ یې خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. د اسټرالیا د چارواکو په وینا، شرکت د سپټمبر په ۱۰مه حکومت له پېښې خبر کړی، حال دا چې پېښه په جون کې رامنځته شوې وه
دا پېښه په داسې مهال شوې چې د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختللو اجنټانو د سایبري امنیت، خپلواکو کړنو او د حساسو معلوماتو ته د احتمالي لاسرسي په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?