ولسمشر امانوېل مکرون: تر کومه به نړۍ د غزې دا د شرم وړ ننداره زغمي؟
(بریانیوز پنجشنبه (۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په ترڅ کې د غزې د روان وضعیت په اړه توندې څرګندونې کړې او د نړیوالې ټولنې د ډیپلوماټیکو هڅو پر څرنګوالي یې نیوکه کړې ده
مکرون د خپلې وینا پر مهال پوښتنه کړې: «ایا موږ باید همداسې ولاړ وو او دا ننداره مو کتلای، هغه ننداره چې موږ ټول شرموي؟» نوموړي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د غزې د خلکو د روان کړاو پر وړاندې یوازې نندارچي پاتې نه شي
هغه ویلي، د غزې وضعیت یوازې یوه سیمهییزه ستونزه نه ده، بلکې د نړیوالې ټولنې لپاره د انساني او سیاسي مسؤلیت یوه جدي ازموینه ده. د نوموړي په وینا، د سولې لپاره خبرې هغه مهال مانا پیدا کوي چې ورسره عملي اقدامات هم مل وي
مکرون همداراز د فلسطین د دولت د جوړېدو او نړیوالې پېژندنې پر موضوع ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دوو دولتونو د حل لارې د عملي کېدو لپاره باید جدي سیاسي هڅې دوام ومومي
نوموړي په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د سیمې د خرابېدونکي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د روان کړکېچ دوام د سولې د رامنځته کېدو بهیر لا ستونزمنوي
د فرانسې ولسمشر دغه څرګندونې په داسې مهال کړې چې د غزې جګړه او بشري وضعیت لا هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دي او بېلابېل هېوادونه د جګړې د پای ته رسېدو او د سیاسي حل لارې غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?