د امریکا ولسمشر ټرمپ : له سیمهییزو مشرانو سره د ایران پر جګړې او د هوکړې پر لارو چارو خبرې کړې
د امریکا ولسمشر ټرمپ : له سیمهییزو مشرانو سره د ایران پر جګړې او د هوکړې پر لارو چارو خبرې کړې
(بریانیوز پنجشنبه (۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د خلیجي او منځني ختیځ د هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره په ناسته کې د ایران د جګړې او د کړکېچ د کمولو پر لارو چارو خبرې کړې دي
په دې ناسته کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د اردن پاچا عبدالله دویم، د سوریې ولسمشر احمد الشرع، د عراق لومړي وزیر علي فالح الزید او د سیمې یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و
ټرمپ سیمهییزو مشرانو ته ویلي چې د ده ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او جرد کوشنر له ایراني چارواکو سره درې ساعته خبرې کړې دي. د امریکا ولسمشر دغه خبرې «ډېرې ګټورې» بللې او ویلي یې دي چې د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې لپاره د پرمختګ زمینه شته
نوموړي ویلي، د ایران سره د یوې هوکړې پر لور تګ ممکن دی او د خبرو د دوام امکان هم شته. ټرمپ له دې سره سره ویلي چې د هوکړې پر وړاندې د ایران دریځ لا هم یوه ستونزه ده
د ناستې ګډونوالو د سیمې د امنیت، د جګړې د اغېزو، د انرژۍ د رسولو او اقتصادي وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي. د قطر د امیر دفتر ویلي چې په غونډه کې د جګړې له پای وروسته د وضعیت، د سولې او ثبات لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام هم بحث شوی دی
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د هرمز تنګي وضعیت او د تېلو د لېږد په اړه هم خبرې کړې دي. خو د هغه د «د یوه میلیارد بېرلو تېلو ایستلو» او د ایران د سمندري ماینونو د شنډولو ادعاوې څرګندونو په توګه بیانېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?