news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بیجینګ : شي جین‌پینګ ته نږدې دوه لوړپوړي چینايي جنرالان له دندو ګوښه شول

بیجینګ : شي جین‌پینګ ته نږدې دوه لوړپوړي چینايي جنرالان له دندو ګوښه شول

بیجینګ : شي جین‌پینګ ته نږدې دوه لوړپوړي چینايي جنرالان له دندو ګوښه شول

(بریانیوز پنجشنبه (۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

 چین د پوځ دوه لوړپوړي جنرالان، ژانګ یوشیا او لیو ژنلي، د فساد او له واکمن کمونیست ګوند سره د بې‌وفایۍ په ګډون د یو شمېر تورونو له امله له خپلو دندو او ګوند څخه ایستلي دي

ژانګ یوشیا د چین د مرکزي پوځي کمېسیون مرستیال او د دغه هېواد په پوځي جوړښت کې له ولسمشر شي جین‌پینګ وروسته له تر ټولو لوړپوړو چارواکو څخه و. لیو ژنلي هم د همدې کمېسیون غړی او د چین د ګډو ځواکونو د لویې قوماندانۍ مشر و

چینايي چارواکو پر دواړو جنرالانو د فساد، له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، د ګوندي اصولو د سرغړونې او له واکمن ګوند سره د بې‌وفایۍ تورونه لګولي دي

د راپورونو له مخې، د دواړو چارواکو پر وړاندې له څو میاشتو څېړنو وروسته پرېکړه شوې او د هغوی دوسیې د نورو قانوني اقداماتو لپاره پوځي څارنوالۍ ته سپارل شوې دي

د ژانګ یوشیا لرې کېدل ځکه ځانګړی پام ځانته اړوي چې نوموړی د چین د پوځ په لوړپوړي جوړښت کې له ولسمشر شي جین‌پینګ سره نږدې اړیکې لرونکی چارواکی بلل کېده. د هغه له ګوښه کېدو سره د چین د مرکزي پوځي کمېسیون په جوړښت کې هم د پام وړ بدلون رامنځته شوی دي

چین په وروستیو کلونو کې د پوځ په دننه کې د فساد پر وړاندې پراخ اقدامات کړي او ګڼ لوړپوړي پوځي چارواکي یې له دندو لرې یا تر څېړنې لاندې راوستي دي

د دغو دوو لوړپوړو جنرالانو پر وړاندې وروستي اقدامات په داسې مهال کېږي چې د چین مشرتابه د پوځ په دننه کې د فساد د مخنیوي او د واکمن ګوند پر وړاندې د سیاسي وفادارۍ د ټینګښت هڅې زیاتې کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto