news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اروپايي ټولنه : ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې

اروپايي ټولنه : ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې

اروپايي ټولنه : ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې

(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي په تړاو د زغم، خبرو اترو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوامدار تاوتریخوالی ملکي وګړي له جدي ګواښ سره مخ کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د شخړې ښکېل لوري باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې وکړي، د اختلافونو د هواري لپاره خبرو اترو ته مخه کړي او نړیوال قوانین رعایت کړي

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان پر پوله روان تاوتریخوالی د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. په وروستیو بریدونو کې د کونړ او هلمند په ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي چې ډېری وژل شوي کسان ماشومان وو

اروپايي ټولنې هم د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې او له دواړو لورو یې د زغم او خبرو اترو غوښتنه کړې ده. دې ټولنې ټینګار کړی چې ټول لوري باید نړیوال او بشري قوانین رعایت کړي او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي

د نړیوالو غوښتنې په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو او بریدونو د ملکي وګړو د خوندیتوب او د سیمې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto