بغداد : وروستي امریکايي ځواکونه له عراقه ووتل؛ په بغداد کې یې ځینو عراقیانو هرکلی وکړ
(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
له څه باندې دوو لسیزو پوځي حضور وروسته، وروستي امریکايي ځواکونه د عراق له خاورې ووتل. وروستي سرتېري د عراق د کردستان له خودمختارې سیمې په اربیل کې له یوې هوايي اډې ووتل او په بغداد کې یو شمېر عراقیانو د دغه اقدام هرکلی وکړ
یو شمېر عراقي وګړي د بیرغونو او بینرونو په پورته کولو سره سړکونو ته راوتلي وو او د امریکايي ځواکونو وتل یې د خپل هېواد په تاریخ کې د یوه نوي پړاو د پیلېدو لپاره مهم ګام وباله
د عراق لومړي وزیر علي فالح الزیدي د ایتلافي ځواکونو د ماموریت د پای په مراسمو کې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره عراق د خپل امنیت او ثبات د لا زیات مسؤلیت اخیستو نوي پړاو ته داخلېږي. نوموړي ټینګار کړی چې عراقي امنیتي ځواکونه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا او عراق لپاره بریا بللې او ویلي یې دي چې په عراق کې د امریکا د پوځي ماموریت اوږده دوره پای ته رسېدلې ده
امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حسین د حکومت د نسکورولو لپاره پر عراق برید وکړ. امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېواد څخه ووتل، خو په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت ډلې له پراخېدو او د عراق د ګڼو سیمو له نیولو وروسته بېرته دغه هېواد ته ستانه شول
د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ۲۰۲۴ کال له هوکړې وروسته ترسره شو او د سپټمبر پر ۳۰مه د عراق د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو سره بشپړ شو. امریکا وايي، له دې وروسته به د عراق او امریکا اړیکې د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ پر بنسټ دوام وکړي او د روزنې او استخباراتي ملاتړ په برخو کې به محدوده همکاري روانه وي
د امریکايي ځواکونو له وتلو سره، د عراق د امنیت د راتلونکي په اړه بېلابېل نظرونه هم مطرح شوي دي. ځینې عراقیان دا اقدام د ملي حاکمیت د پیاوړتیا لپاره مهم بولي، خو ځینې نور د اسلامي دولت ډلې د پاتې شونو او د بېلابېلو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه لري
په عراق کې د څه باندې دوو لسیزو جګړو پر مهال له ۴۵۰۰ ډېر امریکايي سرتېري وژل شوي، په داسې حال کې چې د عراق د ملکي وګړو د مرګژوبلې شمېر له ۲۰۰ زرو څخه ډېر اټکل شوی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?