ترکیه معارف بنسټ : په افغانستان کې د ترکي معارف بنسټ د ښوونیزو خدمتونو د پراختیا هڅې
(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ترکي معارف بنسټ په افغانستان کې د خپلو ښوونیزو خدمتونو د پراختیا لپاره د نویو پروګرامونو او بنسټونو د جوړولو خبر ورکړی دی
د دغه بنسټ د چارواکو په وینا، په کندهار کې د افغان ـ ترک ښوونځي د پرانیستې پر مهال ویل شوي چې په راتلونکو کلونو کې به په افغانستان کې د ښوونیزو خدمتونو د پراخولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي
د بنسټ مشر احمد توکور ویلي، د ۲۰۱۸ کال د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې د دغه بنسټ ښوونیز خدمتونه د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته وغځول شي او د موجودو اړتیاوو، غوښتنو او امکاناتو له ارزونې وروسته به د دې موخې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي
د کندهار د افغان ـ ترک ښوونځي زدهکوونکي وايي، دوی غواړي د زدهکړو له بشپړولو وروسته د هېواد د روغتیايي او نورو برخو لپاره مسلکي خدمتونه وړاندې کړي
د کندهار یو شمېر اوسېدونکي هم غوښتنه کوي چې د ښوونیزو خدمتونو ترڅنګ دې په دغه ولایت کې د لوړو زدهکړو زمینه هم برابره شي. دوی غوښتنه کړې چې په کندهار کې دې د لوړو زدهکړو لپاره د یوه پوهنتون یا لوړې زدهکړې د بنسټ د جوړولو چارې پیل شي
د معلوماتو له مخې، د افغان ـ ترک معارف ښوونځي اوس مهال د افغانستان په څو ولایتونو کې فعالیت لري او په ښوونیزو مرکزونو کې زرګونه زدهکوونکي زدهکړې کوي. د بنسټ رسمي معلومات ښيي چې په افغانستان کې یې له ۲۰ ډېر ښوونیز مرکزونه جوړ کړي او د ښوونځیو تر څنګ د زدهکړو او روزنې مرکزونه هم لري
د دغه بنسټ د رسمي معلوماتو له مخې، په کندهار کې د عینو مېنې د هلکانو او نجونو د لومړنیو زدهکړو ښوونځي هم فعال دي او په دغه ولایت کې یو منځنی ښوونځی هم فعالیت لري
د بنسټ د نړیوالو فعالیتونو په اړه تازه معلومات ښيي چې ترکي معارف بنسټ اوس په ۶۶ هېوادونو کې ښوونیز فعالیتونه لري او په لسګونو زره زدهکوونکو ته خدمات وړاندې کوي
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې په ۲۰۲۷ کال کې په خوست کې د یوه نوي ښوونځي او په کابل کې د لوړو زدهکړو په کچه د یوه پوهنځي د فعالیتونو د پیل لپاره هم ګامونه واخیستل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?