news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

برېټانوي محافظه‌کاران: د بریا په صورت کې به ۱۰ میلیارد پونډه هوايي دفاعي سیستم جوړ کړو

برېټانوي محافظه‌کاران: د بریا په صورت کې به ۱۰ میلیارد پونډه هوايي دفاعي سیستم جوړ کړو

برېټانوي محافظه‌کاران: د بریا په صورت کې به ۱۰ میلیارد پونډه هوايي دفاعي سیستم جوړ کړو

(بریانیوز چهار شنبه (۱۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د برېټانیا محافظه‌کار ګوند اعلان کړی چې که په راتلونکو عمومي ټاکنو کې بریالی شي، د هېواد د هوايي او توغندیزې دفاع د پیاوړتیا لپاره به د لس میلیارد پونډو په ارزښت نوی دفاعي سیستم جوړ کړي

دغه طرحه، چې «بریټانیا شیلډ» نومول شوې، د پرمختللو رادارونو، د دفاعي معلوماتو د همغږۍ او قوماندې سیستمونو، د توغندیو د شنډولو وسلو او د بې‌پیلوټه الوتکو ضد وړتیاوو یوه ګډه شبکه به وي. د ګوند په وینا، هدف یې د برېټانیا مهمې بنسټیزې شبکې، پوځي اډې او له هېواد بهر برېټانوي اډې د احتمالي توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو پر وړاندې ساتل دي

د محافظه‌کارانو مشرې کیمي بېډناک ویلي، په اروپا او منځني ختیځ کې روانو جګړو ښودلې چې توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې اوس د ښارونو، پوځي اډو او مهمو بنسټونو لپاره جدي ګواښ رامنځته کولی شي

د دې ګوند په لومړني بیان کې دغه طرحه د اسرائیلو د «اوسپنیز ګنبد» په څېر یاده شوې وه، خو بېډناک وروسته ټینګار کړی چې د دوی هدف د اسرائیلو د سیستم کاپي کول نه دي؛ بلکې د برېټانیا د اړتیاوو لپاره د هوايي دفاع ځانګړی سیستم جوړول دي

د محافظه‌کار ګوند په وینا، د دې طرحې لپاره به لس میلیارد پونډه په لسو کلونو کې ولګول شي او لومړنۍ دفاعي وړتیا به د راتلونکي حکومت په لومړۍ دوره کې رامنځته شي. ګوند وايي، دا سیستم به د کم‌بیې بې‌پیلوټه الوتکو له ګواښونو نیولې تر پرمختللو توغندیزو بریدونو پورې د بېلابېلو هوايي ګواښونو پر وړاندې څو پوړیزه دفاع برابره کړي

د طرحې پر مالي او عملي امکاناتو بیا د دفاعي چارو ځینو کارپوهانو پوښتنې مطرح کړې دي. د دوی په وینا، لس میلیارد پونډه ښايي د برېټانیا د مهمو بنسټونو او پوځي تاسیساتو د دفاع لپاره د یوه پراخ سیستم د جوړولو لپاره کافي وي، خو د ټول هېواد د هرې برخې د بشپړ پوښښ لپاره به لا ډېرو امکاناتو ته اړتیا وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto