نيويارک : د امریکا ۳۱ ایالتونه د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو ته د افغان کنګل شویو شتمنیو د ورکولو غوښتنه کوي
نيويارک : د امریکا ۳۱ ایالتونه د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو ته د افغان کنګل شویو شتمنیو د ورکولو غوښتنه کوي
(بریانیوز چهار شنبه (۱۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د ۳۱ ایالتونو لویو څارنوالانو د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې هغه قضیه وڅېړي چې له مخې یې د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارد ډالر کنګل شوې شتمنۍ د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د ورکړې وړ وبلل شي
د ایالتونو لویو څارنوالانو د اکتوبر پر پنځمه د سترې محکمې په دوسیه کې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو په ملاتړ ګډ حقوقي یادښت وړاندې کړی او له محکمې یې غوښتي چې د دوی دعوه وڅېړي. د امریکا د سترې محکمې د دوسیې له مخې، په دې قضیه کې د سپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو د کورنیو له لوري د طالبانو پر وړاندې د شاوخوا ۱۷ میلیارد ډالرو وروستۍ قضايي پرېکړې هم مطرح دي
د دغو ایالتونو په وینا، د امریکا قانون په ځینو شرایطو کې قربانیانو ته اجازه ورکوي چې د ترهګرۍ اړوند قضیو کې د محکمو له خوا ورکړل شوي مالي حکمونه د امریکا په خاوره کې له کنګل شویو شتمنیو څخه ترلاسه کړي
خو د امریکا د استیناف دویمې محکمې د ۲۰۲۵ کال په اګست کې پرېکړه کړې وه چې د افغانستان مرکزي بانک د بهرنیو دولتونو د معافیت له قانون څخه برخمن دی او مدعیانو نه دي ثابت کړي چې دغه بانک د طالبانو اداره یا د هغوی تر کنټرول لاندې یوه اداره ده. له همدې امله یې د شاوخوا ۳.۵ میلیارد ډالرو د شتمنیو د ضبط او وېش غوښتنه رد کړې وه
اوس د قضیې وروستۍ پرېکړه د امریکا له سترې محکمې سره تړاو لري. د محکمې په رسمي دوسیه کې د ۳۱ ایالتونو ګډ حقوقي یادښت ثبت شوی، خو سترې محکمې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې دغه قضیه به په رسمي ډول وڅېړي که نه
د موضوع اصلي شخړه دا ده چې د افغانستان د مرکزي بانک یادې شتمنۍ د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په امریکا کې کنګل شوې، خو د استیناف محکمې په اند، دغه شتمنۍ د طالبانو شخصي یا د هغوی تر کنټرول لاندې شتمنۍ نه دي؛ ځکه د بانک حقوقي دریځ له طالبانو څخه جلا ګڼل شوی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?