news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مسکو: په افغانستان کې د امریکا بیا نظامي حضور د سیمې امنیت ګواښي

مسکو: په افغانستان کې د امریکا بیا نظامي حضور د سیمې امنیت ګواښي

مسکو: په افغانستان کې د امریکا بیا نظامي حضور د سیمې امنیت ګواښي

(بریانیوز سه شنبه (۲۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر وندیکتوف ویلي، په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور بیا رامنځته کېدل د ټولې سیمې امنیت ته ګواښ پېښولای شي. نوموړي زیاته کړې، چې مسکو له طالبانو سره په خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د بیا ځای پر ځای کېدو د مخنیوي موضوع په پرله‌پسې توګه مطرح کوي

وندیکتوف ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا پیل احتمال یوازې د دغه هېواد په کورنیو چارو پورې محدود نه دی، بلکې د سیمې پر امنیتي وضعیت هم اغېز لرلای شي

د هغه په وینا، روسیه له طالبانو سره د خبرو پر مهال هڅه کوي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د بیا حضور مخه ونیول شي. مسکو په دې برخه کې د سیمه‌ییز امنیت او د بهرنیو پوځي اډو د نه رامنځته کېدو موضوع مهمه بولي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د احتمالي بیا حضور موضوع له هغه وخت راهیسې د سیمه‌ییزو هېوادونو د بحثونو یوه برخه ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکايي ځواکونه له دغه هېواده ووتل او طالبان بېرته واک ته ورسېدل

روسیه او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لري او د بهرنیو ځواکونو د بیا ځای پر ځای کېدو احتمال د خپلو امنیتي ارزونو یوه مهمه برخه ګڼي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto