سوريې د کوسوو خپلواکي رسمي وپېژندله – په رياض کې د سعودي وليعهد، د سوريې او کوسوو د مشرانو مهمه ليدنه
رياض – د سوريې حکومت اعلان کړی چې هېواد یې د کوسوو جمهوريت د يو خپلواک او حاکم دولت په توګه رسمي وپېژاند. دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ (د مې ۷مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې اعلان شوه
د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د سوريې ولسمشر احمد الشراع او د کوسوو ولسمشره وېوسا عثماني په يوه درېجانبه غونډه کې مېلمانه کړل، چې د سيمې او نړۍ د ډيپلوماټيکو کړيو پام يې ځان ته رااړولی
د سعودي دولتي سرچينو په وينا، وليعهد محمد بن سلمان د سوريې د پرېکړې هرکلی کړی او د ولسمشر الشراع دا ګام یې «د سولې، متقابل درناوي او د نړيوالې مشروعيت» پر لور يو تاريخي اقدام بللی
وليعهد زياته کړه
د سيمې راتلونکی د تفاهم او متقابل درناوي له لارې رامنځته کېږي، او د سوريې دا پرېکړه د همغږۍ او ګډو ارزښتونو يو زرين مثال دی
بلخوا د کوسوو ولسمشرې وېوسا عثماني د سوريې له ولس او مشرانو مننه کړې او ويلي یې دي چې دا پېښه به د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي او اقتصادي اړيکو نوې دروازې پرانیزي
د نړيوالو شنونکو په باور، د سوريې له لوري د کوسوو د خپلواکۍ رسمي پېژندنه نه يوازې د بلقان سيمې لپاره، بلکې د منځني ختيځ د سياسي انډول لپاره هم يو مهم پرمختګ ګڼل کېږي
د سياسي کارپوهانو په وينا، دا پرېکړه ښيي چې د سوريې د بهرنۍ پاليسۍ نوې پاڼه پرانيستل شوې ده، او دمشق غواړي د نړيوالو همکاريو او ډيپلوماسۍ له لارې خپل ځای يو ځل بيا د سيمې په سياسي ډګر کې پياوړی کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1619
-
اخبار افغانستان
623
-
مقاله
265
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl