د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اټومي ازموینو د بیا پیل امر وکړ؛ د سړې جګړې د نوي فصل زنګ
مسکو – د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو پوځي او استخباراتي بنسټونو ته امر کړی چې د هېواد د اټومي ازموینو د بیا پیل احتمالي سناریو لپاره تفصیلي طرحې او وړاندیزونه چمتو کړي
پوتین دا خبره د چارشنبې، د نومبر په ۵مه د روسیې د ملي امنیت شورا په غونډه کې وکړه. نوموړي وویل، د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت او استخباراتي ادارې باید په ګډه داسې وړاندیزونه وړاندې کړي چې له مخې یې روسیه د نوي پړاو اټومي ازموینو ته چمتو شي
دغه پرېکړه وروسته له هغې راغله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ، متحده ایالات غواړي د شاوخوا ۳۰ کلونو وقفي وروسته، خپلې اټومي ازموینې بیا پیل کړي
شنونکي وایي، د روسیې او امریکا دا حرکتونه ښايي د سړې جګړې د نوې سیالۍ پیل ته لار هواره کړي. هغوی خبرداری ورکوي چې که دواړه هېوادونه دا لړۍ بیا پيل کړي، د نړۍ د امنیت توازن به جدي ګواښ سره مخ شي، او د وسلو د کنټرول تړونونه به له منځه ولاړ شي
سره له دې، کرملین وایي د روسیې هر اقدام به د هېواد د ملي امنیت او ستراتیژیک توازن د خوندي ساتلو په هدف ترسره کېږي، نه د جګړې د پارولو لپاره
دا وروستۍ وینا د نړیوالو ډيپلوماتیکو کړیو لپاره یو جدي خبرداری بلل کېږي چې ښايي نړۍ یو ځل بیا د اټومي سیالۍ سیوري ته ننوځي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
957
-
اخبار افغانستان
121
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF