news اخبار فوری
clock

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو: په ۲۰۲۶ کال کې به د منځنۍ آسیا له ټولو پنځو هېوادونو لیدنه وکړم

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  مارکو روبیو: په ۲۰۲۶ کال کې به د منځنۍ آسیا له ټولو پنځو هېوادونو لیدنه وکړم

 مارکو روبیو: په ۲۰۲۶ کال کې به د منځنۍ آسیا له ټولو پنځو هېوادونو لیدنه وکړم

واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې په راتلونکي کال، ۲۰۲۶ کې به د منځنۍ آسیا له ټولو پنځو هېوادونو څخه رسمي لیدنه وکړي، څو د واشنګټن او دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې او ژورې شي

روبیو دا خبره د چهارشنبې، د نومبر په ۵مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې وکړه، چې پکې د منځنۍ آسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم حاضر وو

هغه وویل، د متحده ایالاتو او د منځنۍ آسیا هېوادونو ګډې ګټې د طبیعي سرچینو د عادلانه کارونې، اقتصادي تنوع، او سیمه‌ییز ثبات په محور راڅرخي

 : روبیو په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه

تاسو هڅه کوئ هغه طبیعي زیرمې چې خدای‌پاک مو هېوادونو ته ورکړي، په مسوولانه ډول وده ورکړئ او خپل اقتصادونه متنوع کړئ. زه پخپله پلان لرم چې راتلونکی کال د منځنۍ آسیا له ټولو پنځو هېوادونو څخه لیدنه وکړم

د هغه په وینا، واشنګټن غواړي له دغو هېوادونو سره په برخو لکه انرژي، اقلیمي بدلون، سیمه‌ییز امنیت او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په لور نوي ګامونه واخلي

سیاسي شنونکي دا پلان د امریکا د نوې ستراتیژۍ برخه بولي چې موخه یې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د اړیکو نوی باب پرانیستل او د سیمې د ځواکمنو لوبغاړو – یعنې چین او روسیې – اغېز کمول دي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto