د استانبول ولایتي سارنوالۍ د یوې پټې او خطرناکې جاسوسي شبکې د شنډېدو خبر ورکړی چې له متحده عربي اماراتو سره تړاو لرله. دې شبکې په پټه توګه هڅه کوله د ترکیې د دفاعي صنایع له مشرانو، تکنالوژیکو متخصصینو او د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو حساس معلومات ترلاسه کړي او بهرنیو استخباراتي شبکو ته یې واستوي
خو د ترکیې امنیتي ځواکونو په هوښیارۍ او دقیقو اقداماتو سره د دې منفي او خطرناکې کړۍ ټول فعالیتونه شنډ کړل. د سارنوالۍ په وینا، د شبکې یو شمېر غړي نیول شوي او پلټنې لا هم دوام لري
دا پېښه د ترکیې د امنیتي سیستم لپاره یوه لویه بریا بلل کېږي، ځکه دا ښيي چې هېواد د خپل دفاعي ظرفیت، مهمو پروژو او دیپلوماتیکو اړیکو د خوندي ساتلو لپاره هېڅ ډول بهرني لاسوهنه نه زغمي. په ورته وخت کې، د بهرنیو استخباراتي هڅو او خطرناکو پلانونو کشف ښيي چې ترکیه په سیمه کې د استخباراتي ګواښونو په وړاندې څومره هوښیاره او هوار ځواک لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1601
-
اخبار افغانستان
605
-
مقاله
254
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl