کابل – د جګړو اوږدمهاله انساني پایلې؛ په افغانستان کې میلیونه معلولین د لوږې، بېوزلۍ او خوراکي ناامنۍ له جدي خطر سره مخ دي
بریانیوز:(دوشنبه ۶دلو۱۴۰۴) کابل – د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، ناامنۍ، اقتصادي رکود او ټولنیزو نابرابریو له امله میلیونه
وګړي له بېلابېلو ډولونو معلولیت سره ژوند کوي او دا مهال د لوږې او خوراکي ناامنۍ له تر ټولو سخت او بېساري ګواښ سره مخ دي
یاد بنسټ د دوشنبې په ورځ، د دلوې په ۶مه، په یوه تفصیلي مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د فنلند د حکومت په مالي او تخنیکي همکارۍ به د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ لپاره ځانګړي، هدفمند او دوامدار بشري پروګرامونه عملي کړي، تر څو دې زیانمن قشر ته د خوړو مرستې په عادلانه، خوندي او د انساني کرامت پر بنسټ ورسېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام په اعلامیه کې ویلي:🟦
«موږ ژمن یو چې هغه فزیکي، ټولنیز، کلتوري او اداري خنډونه له منځه یوسو، چې معلولین د بشري مرستو له ترلاسه کولو څخه محروموي. زموږ موخه دا ده چې په افغانستان کې هر وګړی، پرته له تبعیض، وکولای شي په خوندي او باعزته ډول د خوراکي مرستو ته لاسرسی ولري.»
د اعلامیې له مخې، معلولین په افغانستان کې د جګړو، ماین چاودنو، ناچاوده مهماتو، دوامدار فقر، روغتیايي خدماتو ته د محدود لاسرسي او د کلونو روانې بېثباتۍ له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. دغه وګړي نه یوازې له فزیکي محدودیتونو کړیږي، بلکې له اقتصادي، ټولنیز او رواني فشار سره هم لاس او ګرېوان دي، چې دا حالت هغوی د لوږې پر وړاندې تر ټولو زیانمن قشر ګرځولی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې ډېری معلولین د خوړو د وېش مرکزونو ته د تګ توان نه لري، یا د ټولنیزو خنډونو له امله له مرستو بېبرخې پاتې کېږي🟪
له همدې
امله، دغه بنسټ هڅه کوي چې د مرستو د وېش میکانېزمونه د معلولینو اړتیاوو ته برابر کړي، څو هغوی د مرستې ترلاسه کولو پر مهال له سپکاوي، خطر او ستونزو سره مخ نه شي
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت دفتر په افغانستان کې (یوناما) په خپلو وروستیو شمېرو کې ویلي، چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانان له جدي معلولیت سره ژوند کوي
د یوناما د معلوماتو له مخې، نږدې ۲۴.۶ سلنه د افغانستان نفوس د خفیف معلولیت، شاوخوا ۴۰ سلنه د متوسط معلولیت او ۱۳.۹ سلنه د شدید معلولیت لرونکي دي⬜️
چې دا شمېرې د هېواد د جګړو ژور او دوامدار انساني اغېز څرګندوي
د بشري چارو شنونکي وایي، معلولین د افغانستان د بشري بحران په اوسني پړاو کې له هغو ټولنیزو قشرونو څخه دي، چې تر ټولو لږ تر سترګو کېږي🟥
خو اړتیاوې یې تر ټولو زیاتې دي. ډېری معلولین د کار له بازاره ایستل شوي، د عاید سرچینې یې له منځه تللې او د ټولنیز ملاتړ د سیستمونو نشتون د هغوی ژوند لا سخت کړی دی
د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالې ټولنې، بسپنهورکوونکو هېوادونو او بشري بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان د معلولینو لپاره خپل ملاتړ زیات کړي🟩
او اجازه ورنه کړي، چې دا زیانمن قشر د جګړو د اوږدمهاله میراث تر ټولو هېر شوي قربانیان پاتې شي
د یاد بنسټ په ټینګار، د معلولینو ملاتړ یوازې بشري اړتیا نه ده، بلکې یو اخلاقي او انساني مسؤلیت دی، څو هغوی وکولای شي له لوږې، بېوزلۍ او ټولنیزې انزوا پرته، د انساني کرامت پر بنسټ ژوند ته دوام ورکړي