اخبار افغانستان
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر د جزايي اصولنامې منتقدان «کافران» وبلل
-
امین الله
12 دلو 1404
188
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر، ندا محمد ندیم، هغه کسان چې د طالبانو د جزايي اصولنامې پر وړاندې نیوکې کوي، «کافران» بللي دي. یاده اصولنامه په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر له لوري توشیح شوې ده.
بریا نیوز ( یکشنبه، ۱۲ دلو ۱۴۰۴)
ندا محمد ندیم دا څرګندونې د پکتیا ولایت په «عبدالله بن مبارک» مدرسه کې د یو شمېر طلبهوو د فراغت په مراسمو کې وکړې. نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو قوانین او فرمانونه د «شریعت او اسلام» پر بنسټ جوړ شوي دي.
هغه وویل: «دا قوانین داسې نه جوړېږي چې کافران پرې اعتراض وکړي. لکه څنګه چې اوس د جزا قانون تصویب شوی، بیا پرې اعتراض کېږي او وايي چې سخت قانون جوړ شوی.
دوی غواړي د خلکو په غږ پورته کولو سره قانون، شریعت او اسلام له خلکو لرې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو جزايي اصولنامې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
یو شمېر مدني فعالان، سیاسي څېرې او دیني عالمان وايي چې دغه اصولنامه نه یوازې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې ده، بلکې ځینې مادې یې د اسلامي اصولو او د دین له اصلي لارښوونو سره هم په ښکاره ټکر کې دي.
د دوی په وینا، دغه اصولنامه د اسلام د طالبانو د ځانګړي او محدود تفسیر پر بنسټ جوړه شوې ده.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1484
-
اخبار افغانستان
491
-
مقاله
178
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl