د جهادي اسنادو او اثارو د ثبت رئیس، احمدالله سعید (سعید خوستي)، د عامه اذهانو د مدیریت په برخه کې د ټولنیزو رسنیو د رول او اهمیت په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې خواله رسنۍ د فکري مدیریت لپاره یوه مهمه او نهانکارېدونکې وسیله ده.
بریا نیوز ( سهشنبه، ١٣ دلو ١٤٠٤)
ښاغلي سعید په نړۍواله کچه وروستیو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو ته په اشارې سره وویل، چې په ډېرو هېوادونو کې انقلابونه د ټولنیزو رسنیو له لارې رامنځته شوي او دا رسنۍ د خلکو د ذهنونو د سمون او جهت ورکولو ځواک لري. د هغه په وینا، پخوا د دعوت، تبلیغ او مفاهمې یوازینۍ وسیله منبر و، خو اوسنی نسل یوازې په منبر نه قانع کېږي او ټولنیزې رسنۍ کولای شي دا تشه ډکه کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې که له خواله رسنیو سمه استفاده وشي، نو د فکرونو په تنظیم، د پیغام په رسولو او د خلکو په اغېزمنولو کې مهم رول لوبولای شي.
خو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په ورته وخت کې د طالبانو مشر، ملا هبتالله اخندزاده، د ځیرکو تلیفونو کارول او د تصویرونو خپرول حرام بللي دي؛ هغه نظر چې د خواله رسنیو له پراخ شتون او فعال کارونې سره ښکاره تضاد ښيي.
سربېره پر دې، د یوې سرچینې په وینا، طالبانو یو شمېر کسان ګمارلي څو په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو مخالفینو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي، او له سپکو او تندو الفاظو کار واخلي؛ هغه چلند چې د فکري مدیریت تر نامه لاندې د وېرې، فشار او لفظي تاوتریخوالي بڼه غوره کړی.
شنونکي باور لري چې دا ډول دوهګونی دریځ—له یوې خوا د ټولنیزو رسنیو ستاینه او له بلې خوا یې شرعي بندیز—نه یوازې عامه اذهان مغشوشوي، بلکې دا پوښتنه هم راولاړوي چې ایا خواله رسنۍ د مفاهمې لپاره کارېږي، که د کنټرول او فشار د یوې نوې وسیلې په توګه.
په داسې حال کې چې نړۍ د معلوماتو د ازاد بهیر پر لور روانه ده، د ټولنیزو رسنیو په اړه دا ډول متضاد دریځونه ښايي د اعتماد پر ځای، لا ډېرې پوښتنې وزېږوي.