news اخبار فوری
clock

طالبانو په کابل کې د رییس خدایداد مرستیال «خلیلزاد» وژلی

طالبانو په کابل کې د رییس خدایداد مرستیال «خلیلزاد» وژلی

د کابل په عیدګاه جومات شاوخوا کې د عملیاتو پر مهال یو مشهور تښتوونکی ووژل شو

بریا نیوز( سه‌شنبه، ١٤ دلو ١٤٠٤)

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د یرموک ۶۰ عملیاتي قطعې ځواکونو د کابل ښار د عیدګاه جومات په شاوخوا سیمه کې د عملیاتو پر مهال یو مشهور سړي تښتوونکی، خلیلزاد، وژلی دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، خلیلزاد د خدایداد مرستیال بلل کېده. خدایداد د جمهوري نظام پر مهال د اختطاف او نورو جنایي جرمونو په تور اعدام شوی و.
د کورنیو چارو وزارت وایي، خلیلزاد هغه مهال ووژل شو چې د نیول کېدو پر وخت یې وسله‌وال مقاومت وکړ. د وزارت په وینا، د امنیتي ځواکونو او نوموړي ترمنځ متقابلې ډزې وشوې چې په پایله کې خلیلزاد ووژل شو.
طالبان زیاتوي، چې خلیلزاد د ګڼو اختطافونو، وژنو او نورو جنایي پېښو کې لاس درلود او له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي ارګانونو تر تعقیب لاندې و.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto