news اخبار فوری
clock

د تخار په کهنه خانې مشهور ځنګل وهل شوی او پر خلکو وېشل شوی

د تخار په کهنه خانې مشهور ځنګل وهل شوی او پر خلکو وېشل شوی

د تخار د کهنه خانې ۲۰ زره جریبه ځنګل وهل شوی او پر خلکو وېشل شوی؛ د چاپېریالي ناورین په اړه اندېښنې

بریانیوز ( سه‌شنبه، ١٤ دلو ١٤٠٤)

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین، درقد او دشت‌قلعه ولسوالیو ترمنځ موقعیت لرونکی د کهنه خانې مشهور ځنګل د طالبانو د کرنې وزارت او محلي ادارو د پرېکړې له مخې وهل شوی او لرګي یې پر خلکو وېشل شوي دي. د سیمې اوسېدونکو دا اقدام د چاپېریال لپاره سخت زیانناک بللی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د سیمې خلکو بریانیوز ته ویلي، چې دغه ځنګل شاوخوا ۲۰ زره جریبه ځمکه نیولې وه او د طالبانو د کرنې وزارت د اداري او مالي معیین مولوي نورالدین عمیر، د تخار د کرنې ریاست د رییس او د ځمکو د ادارې د امر په اساس وهل شوی دی.

د ځایي خلکو په وینا، د ځنګل له وهلو وروسته د لاوډسپیکر له لارې اعلانونه وشول او خلکو ته وویل شول چې راشي او له سیمې لرګي یوسي. د محلي سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو ورځو کې زرګونه کسان د لرګیو او بوټو د انتقال لپاره دې سیمې ته تللي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د لرګیو د وړلو لپاره له نورو ولایتونو، په ځانګړې توګه له بدخشان څخه هم خلک ورغلي دي، چې دا چاره د بې‌نظمۍ او ګډوډۍ سبب شوې ده.

تر اوسه د طالبانو د محلي او مرکزي ادارو له‌خوا د دې موضوع په اړه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو د سیمې د خلکو اندېښنې د چاپېریالي زیان، اقلیمي بدلون او اداري فساد په اړه ورځ تر بلې زیاتېږي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د ځنګل وهل به د سیمې پر اقلیم، کرنه او د خلکو پر ژوند ناوړه اغېزې ولري، او تر ټولو د اندېښنې وړ دا ده چې د دې کار امر د طالبانو د کرنې وزارت له‌خوا صادر شوی دی.

د محلي سرچینو په وینا، د طالبانو محلي اداره غواړي چې د ځنګل ځمکه وروسته خپلو اړوندو کسانو ته په اجاره ورکړي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto