اروپا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه؛ د اروپا پارلمان او د بلجيم سنا د سياسي او پوځي څېرو کوربه کېږي
اروپا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه؛ د اروپا پارلمان او د بلجيم سنا د سياسي او پوځي څېرو کوربه کېږي
بریانیوز:(جمعه ،۲۲ حوت۱۴۰۴)
ټاکل شوې ده چې د حوت په ۲۷ او ۲۸ نېټه د پارلمان اروپا او د مجلس سنای بلجیم په کوربتوب يوه مهمه غونډه ترسره شي چې پکې د طالبانو يو شمېر سياسي او پوځي مخالفان ګډون کوي
د راپورونو له مخې، دا غونډه به د بروکسل په ښار کې ترسره شي او موخه يې د افغانستان د روان سياسي حالت، د طالبانو تر واک لاندې د هېواد د وضعيت، د بشري حقونو د ستونزو او د افغانستان د راتلونکې سياسي لارې په اړه بحث او خبرې اترې دي
ويل کېږي چې په دې غونډه کې به د افغانستان يو شمېر سياسي شخصيتونه، د پخواني حکومت ځينې چارواکي، مدني فعالان او د طالبانو مخالفې ډلې ګډون وکړي. ګډونوال به هڅه وکړي چې د افغانستان د سياسي راتلونکې لپاره يو ګډ دريځ او عملي وړانديزونه وړاندې کړي
د غونډې تنظيموونکي وايي چې د دې بحثونو هدف دا دی چې د افغانستان د اوسني بحران د حل لپاره نړيوال پام راواړوي او د افغانستان د خلکو د حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه نړيواله همکاري پياوړې کړي
په همدې حال کې، تمه کېږي چې د اروپايي ټولنه يو شمېر استازي او اروپايي سياستوال هم په دې غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان د سياسي راتلونکې په اړه خپل نظرونه شريک کړي
تر اوسه د اسلامي امارت طالبان چارواکو د دې غونډې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو شنونکي وايي چې دا ډول غونډې ښيي چې د افغانستان موضوع لا هم د نړيوالې ټولنې د پام وړ ده او د دې هېواد د سياسي راتلونکې په اړه بحثونه دوام لري
کارپوهان باور لري چې که څه هم دا ډول غونډې ښايي سمدستي بدلون رامنځته نه کړي، خو د افغانستان د سياسي وضعيت په اړه د نړيوالو بحثونو او احتمالي سياسي حل لارو لپاره مهمې بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?