ملګري ملتونه: افغانستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو بحران؛ ملګري ملتونه د بشري وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکوي
ملګري ملتونه: افغانستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو بحران؛ ملګري ملتونه د بشري وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکوي
بریانیوز:(شنبه، ۲۲حمل۱۴۰۵)
د ملګري ملتونه د عمومي منشي ویاند استفان دوجاریک ویلي چې په افغانستان کې د ناوړه هوايي شرایطو دوام او د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو پراخې اغېزې د دغه هېواد روان بشري بحران نور هم سخت کړی دی
نوموړي نن جمعه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله د خلکو ژوند، معیشت او بنسټیز خدمات سخت زیانمن شوي دي. د هغه په وینا، د اقلیمي بدلونونو اغېزې او د چټکو طبیعي پېښو زیاتوالی د زیانمنو ټولنو د بیا رغونې وړتیا نوره هم کمزورې کړې ده

د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي، له ۱۸۰ څخه ډېر ټپیان شوي او یو شمېر نور لا هم لادرکه دي. چارواکي وایي چې د لادرکه کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي، خو د خرابو هوايي شرایطو او زیانمنو لارو له امله یې کارونه له ستونزو سره مخ دي
راپورونه زیاتوي چې زرګونه کورونه یا خو بشپړ ویجاړ شوي او یا سخت زیانمن شوي دي. همدارنګه د هېواد په ګڼو سیمو کې سړکونه، پلونه، د اوبو رسولو شبکې، برېښنايي تأسیسات او کرنیزې ځمکې هم د دې سېلابونو له امله سخت زیانمن شوي، چې د خلکو د ورځني ژوند پر وضعیت یې ژور اغېز کړی دی

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که عاجلې بشري مرستې، سرپناه، خوړو او طبي خدماتو ته لاسرسی برابر نه شي، نو د زیانمنو کورنیو وضعیت به لا خراب شي او د بېځایه شویو خلکو شمېر به نور هم زیات شي
د دغې ادارې په وینا، افغانستان لا دمخه له اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او بشري اړتیاوو سره مخ دی، او وروستیو طبیعي پېښو دا وضعیت نور هم پېچلی کړی دی. د نړیوالو مرستندویه ادارو څخه غوښتنه شوې چې ژر تر ژره د بیړنیو مرستو پروګرامونه پراخ کړي او د اغېزمنو سیمو خلکو ته عاجله لاسرسی یقیني کړي

په پای کې ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د ورته پېښو تکرار یو جدي ګواښ دی، او د اوږدمهاله حل لپاره باید د زیربناوو پیاوړتیا، د طبیعي پېښو مدیریت او د بېړنیو مرستو سیستمونه نور هم منظم شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?