news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

روسیه: د امریکا او ایران د خبرو په اړه د مسوولانه چلند غوښتنه

روسیه: د امریکا او ایران د خبرو په اړه د مسوولانه چلند غوښتنه

 روسیه: د امریکا او ایران د خبرو په اړه د مسوولانه چلند غوښتنه

بریانیوز:(شنبه، ۲۲حمل۱۴۰۵)

روسیې د اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ د روانو خبرو اترو په تړاو له ټولو لورو د مسوولانه او متوازن چلند غوښتنه کړې ده

د د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا خبرې کولای شي د فارس خلیج په سیمه کې د اوږدمهاله کړکېچ د کمېدو او د ثبات د رامنځته کېدو لپاره یو مهم فرصت برابر کړي

مسکو ټینګار کړی چې د هېوادونو ترمنځ ټول اختلافات باید یوازې د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو حل شي، نه د فشار او شخړو له لارې. د روسیې په وینا، د خبرو اترو دوام او د باور فضا جوړول کولای شي د سیمې د امنیت لپاره مثبتې پایلې ولري

روسیې همداراز له دواړو لورو غوښتنه کړې چې د مذاکراتو بهیر ته ژمن پاتې شي او د هغو ګامونو څخه ډډه وکړي چې د خبرو فضا زیانمنولی شي

کارپوهان وایي چې د مسکو دا دریځ د نړیوالو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ د خبرو له لارې مدیریت شي او د سیمې د پراخې بې‌ثباتۍ مخه ونیول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto