کاناډا د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره په ټورنټو کې ځانګړې پرانیستغونډه جوړوي
بریا نیوز (شنبه،۱۹ثور ۱۴۰۵)
فیفا اعلان کړی چې کاناډا به د د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام لپاره د جون پر ۱۲مه، ۲۰۲۶ کال په ټورنټو کې ځانګړې او ستره پرانیستغونډه ترسره کړي
ټاکل شوې چې دغه هنري او ورزشي مراسم د نړیوال جام د کاناډا لومړۍ لوبې څخه لږ مخکې ترسره شي او پکې به د نړۍ او کاناډا نامتو هنرمندان ګډون وکړي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، الانیس موریسټ، مایکل بوبلې، الیسیا کارا، جېسي رېیز، نورا فتحي او الیانا به د خپلو هنري نندارو له لارې د دې سترې نړیوالې سیالۍ رنګیني نوره هم زیاته کړي
فیفا ویلي، دغه مراسم به د کاناډا د کلتوري تنوع، ګډ ژوند او د فوټبال د نړیوال روح استازیتوب وکړي. همداراز به د نړیوال جام اتلولي جام ته په الهام ځانګړې تخلیقي نندارې وړاندې شي
د ۲۰۲۶ نړیوال جام کوربتوب به د متحده ایالات، مکسیکو او کاناډا له لوري په ګډه ترسره کېږي، او فیفا ټینګار کړی چې پرانیستغونډه به د دغو درېیو هېوادونو د یووالي، همکارۍ او ورزشي پیوستون سمبول وي
شنونکي وایي، د ۲۰۲۶ نړیوال جام به د فوټبال په تاریخ کې له تر ټولو لویو او بېسارو سیالیو څخه وي، ځکه د لومړي ځل لپاره به پکې ۴۸ ملي لوبډلې برخه واخلي او میلیونونه مینوال به د نړۍ له بېلابېلو سیمو دغه ستره ورزشي مېله تعقیب کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1668
-
اخبار افغانستان
726
-
مقاله
297
-
سیاست
81
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl