«روسیه د افغانستان د بشري مرستو لپاره چمتووالی ښودلی؛ کابلوف د خوړو د راتلونکې کمښت خبرداری ورکړ»
«روسیه د افغانستان د بشري مرستو لپاره چمتووالی ښودلی؛ کابلوف د خوړو د راتلونکې کمښت خبرداری ورکړ»
بریا نیوز (دوشنبه ،۴جوزا، ۱۴۰۵)
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، مسکو د افغانستان لپاره د بشري مرستو د برابرولو اجازه ترلاسه کړې او که د کابل له لوري رسمي غوښتنه وشي، دغه مرستې به چمتو او واستول شي
کابلوف له یوې روسۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، اوسمهال د افغانستان د کورنیو کرنیزو حاصلاتو راټولېدل د خوړو روانه ستونزه تر یوه بریده راکمه کړې، خو دا وضعیت به تلپاتې نه وي او ښایي هېواد په راتلونکو میاشتو کې یو ځل بیا د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي
هغه ویلي، افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، وچکالۍ، بېوزلۍ او د مرستو د کمښت له امله له سختو ننګونو سره مخ دی. د ده په وینا، که نړیوالې مرستې دوام ونه کړي او د خوړو زېرمې پیاوړې نه شي، نو ګڼې کورنۍ به له سختو ستونزو سره مخامخې شي
د روسیې ځانګړي استازي زیاته کړې، د افغانستان اوسنی حالت د سیمې او نړۍ لپاره د اندېښنې وړ دی، ځکه د خوړو کمښت او اقتصادي ستونزې کولای شي د بېثباتۍ او نورو بشري ناخوالو لامل شي. نوموړي ټینګار کړی چې بشري مرستې باید له سیاسي موضوعاتو جلا وساتل شي او اړمنو خلکو ته په وخت ورسېږي
هغه دا هم ویلي، روسیه چمتو ده چې د اړتیا پر مهال د خوراکي توکو او نورو بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي، خو د دې لپاره د کابل رسمي غوښتنه اړینه ده
شنونکي وایي، افغانستان له تېرو څو کلونو راهیسې له اقتصادي رکود، د کار د زمینو له کمښت او د نړیوالو مرستو د راکمېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی
د دوی په اند، که د کرنې برخه پیاوړې نه شي او نړیوالې مرستې دوام پیدا نه کړي، نو د خوړو د کمښت وېره به نوره هم زیاته شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?